ایکنانیوز د آزادۍ ریډیو خبری سایټ و له قوله راپور راکړ، په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په وروستۍ اعلامیې کې راغلی دي، په روان ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان څه باندې ۱۴ میلیون وګړي، روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري، خو دا اداره اټکل کوي چې له شمیره ښائي نهه اعشاریه درې میلیون خلک دا خدمات ترلاسه کړي.
په دغې اعلامیې کې راغلی دي ، روغتیايي خدماتو ته د اړوڅوارلس اعشاریه درې میلیون څخه څه باندې ۲۳ فیصده ښځې، ۵۳ فیصذع ناریه او کابو لس فیصده پرکوَټ کسان دي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د روغتیائې چارو وزارت سرپرست وزیر نورجلال جلالي په همدارووستیو کې وئيلي چې د هېواد د ولسوالیو ۷۲ سلنه اوسېدونکي اوس مهال روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري. اوچا ادارې له اړو افغانانو سره د مرستې لپاره د نژدې ۲۸۰ میلیون ډالره بسپنې غوښتنه کړې ده.
https://pa.azadiradio.com/a/33275197.html